کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال وايي چې تهران له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تېرېدو په اړه هوکړې ته رسېدلی، خو دغه سمندري لار به مخکې له دې چې امریکا ژمنې عملي نه کړي، خلاصه نه شي. کاظم غریبابادي تېره ورځ (شنبه) له ایرنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: «اسلامي جمهوریت ایران له عمان سره له هرمز تنګي د بېړيو تېرېدو د ترتیباتو په اړه تفاهم کړی، خو دغه تفاهم په اوتومات ډول عملي پړاو ته نه داخلېږي؛ ځکه عملي کېدل یې د مقابل لوري، په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو د ژمنو له عملي کېدو سره تړاو لري.» د هغه په خبره، ایران هغه لازم اقدامات په بشپړه توګه روښانه کړي چې باید امریکا یې ترسره کړي. نوموړي ویلي: «واشنګټن باید خپلو ژمنو ته بېرته وګرځي او موږ هغه لازم اقدامات په بشپړه توګه روښانه کړي چې امریکا یې باید ترسره کړي.» هغه پر ایران د امریکا نوو بندیزونو ته په اشاره ویلي چې دا د ایران لپاره نوې موضوع نه ده او تهران ورسره د مقابلې بشپړه چمتووالی لري. غریبابادي زیاته کړې، که امریکا بېرته د ډیپلوماسۍ مېز ته د ستنېدو لېوالتیا لري، باید پوه شي چې ایران د اسلاماباد تفاهم نه دی نقض کړی؛ بلکې واشنګټن په…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
ایران: د امریکا له خوا د ژمنو له عملي کېدو پرته هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي
سرچینې
Afghan sources
ایران: د امریکا له خوا د ژمنو له عملي کېدو پرته هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي