DiplomacyKabulافغانستانپښتو

ایران د ستونزو او مشکلاتو سره، سره له افغانانو سره په سخت وخت کې مرسته وکړه+ږغیز

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-26 09:20:14🎙 راډیو واورئ

پارس تودی- د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران پښتو راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې ایران خپله دا مهال ستونزې لري، په سخت وخت کې یې افغانان هیر نکړل او د دغه هېواد سیلاب ځپلو سره یې مرستې وکړې. د پارس تودی له راپور سره سم، د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران پښتو راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې ایران خپله دا مهال ستونزې لري، په سخت وخت کې یې افغانان هیر نکړل او د دغه هېواد سیلاب ځپلو سره یې مرستې وکړې. هغه زیاته کړه، افغانان به هیڅکله د ایران دغه مرسته او همکاري هیره نکړي او له همدې امله د دغه هېواد څخه قدرداني کوي. مجاهد وایي، دغه مرسته د افغانانو او مسلمانو وروڼو سره د ایران د همکارۍ یوه روښانه بېلګه ده. هغه له نورو هېوادونو څخه هم مننه وکړه، چې د وروستیو طبیعي پېښو پر مهال یې له افغانستان سره مرسته وکړه. د یادونې وړده، چې په نورستان کې د سیلابونو د راوتلو وروسته په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت ویلي چې د دې هېواد د بشري او ولسي مرستو کاروان د افغانستان د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره د مرستې لپاره د نورستان ولایت مرکز پارون ښار ته لیږدول شوی….

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-26 09:20:14

مهالوېش

  1. Parstoday

    ایران د ستونزو او مشکلاتو سره، سره له افغانانو سره په سخت وخت کې مرسته وکړه+ږغیز

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-07-26 09:10:43

ایران د ستونزو او مشکلاتو سره، سره له افغانانو سره په سخت وخت کې مرسته وکړه+ږغیز

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button