EconomyKabulافغانستاندری

ایران د هرات ـ مزارشریف رېل‌پټلۍ جوړولو کې همکارۍ ته چمتووالی وښود — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-05 16:42:54🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمدنعیم د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري سره ليدنه کې د دوه اړخيزو اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاءاحمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د اقتصادي همکاریو لپاره د شته فرصتونو پر اغېزناکې استفادې او د موجودو ستونزو پر حل خبرې وشوې. سرچينې زياته کړې چې دواړو لورو د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د ویزو برخه کې د لا اسانتیاوو رامنځته کولو او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ په اړه هم د نظرونو تبادله وکړه. د سرچینې په خبره، حمید قنبري ویلي چې ایران چمتو دی له افغانستان سره د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ جوړولو، د کانونو د استخراج او د برېښنا د تولید برخو کې همکاري وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال‌دغه‌راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا مهمه بللې او په دې برخه کې یې پر ګډو هڅو او همکاریو ټینګار کړی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-05 16:42:54

خط زمانی

  1. Pajhwok

    ایران د هرات ـ مزارشریف رېل‌پټلۍ جوړولو کې همکارۍ ته چمتووالی وښود

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-05 21:11:35

ایران د هرات ـ مزارشریف رېل‌پټلۍ جوړولو کې همکارۍ ته چمتووالی وښود

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button