په هرات کې د ایران اسلامي جمهوریت سرکنسول وایي، هېواد یې غواړي د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د تولید کچه لوړه او د دغو محصولاتو پېرودنه زیاته کړي. په هرات کې د ایران سرکنسول، علیرضا مرحمتي، دغه څرګندونې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو په موخه د جوړ شوي درې ورځني نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي. نوموړي د افغانستان او ایران اقتصادي وړتیاوو ته په اشارې ویلي، ایراني صنعتکاران چمتو دي چې خپلې تجربې، علمي پوهه او صنعتي وړتیاوې له افغان صنعتکارانو او اقتصادي فعالانو سره شریکې کړي. د مرحمتي په وینا، دا ډول همکاري کولای شي په افغانستان کې د تولیدي صنعت ودې او پراختیا ته زمینه برابره کړي. بلخوا، د هرات د کانونو او صنایعو خونې رئیس، عبدالناصر امین، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او په افغانستان کې د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی. نوموړي له ایراني پانګهوالو او صنعتکارانو غوښتي چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې پانګونه وکړي. په ورته وخت کې، د هرات د سوداګرۍ او صنعت رئیس، حکمتالله منصور، له افغان پانګهوالو او صنعتکارانو غوښتي چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په نندارتونونو کې فعاله ونډه واخلي، څو د افغانستان کورني تولیدات نړۍ ته ور وپېژني او د هغو لپاره د پلور نوي بازارونه ومومي. په هرات کې د ایراني او افغان…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
ایران غواړي د افغانستان کرنیز محصولات ډېر واخلي
Sources
External sources
ایران غواړي د افغانستان کرنیز محصولات ډېر واخلي