په کابل کې د ایران سفارت سرپرست عليرضا بیکدلي وايي، د افغان ناروغانو د درملنې لپاره یې د ایران له معتبرو روغتونونو سره داسې همغږي رامنځته کړې چې ناروغان په ټیټ لګښت او د لوړې کچې تخصصي خدمتونو ته لاسرسی ومومي. د ایران سفارت سرپرست عليرضا بیکدلي د افغانستان د روغتیا دویم نندارتون ته د خپل سفر پر مهال ویلي، د ایران د طبي او روغتیايي وړتیاوو په برخه کې د افغانانو او روغتیايي کارکوونکو د لاسرسي د اسانتیا لپاره یې له معتبرو ایراني روغتونونو سره مناسبه همغږي کړې ده. نوموړي زیاته کړې، د دې همغږۍ له مخې افغان ناروغان کولی شي په ایران کې د لږ لګښت او لوړې تخصصي کچې په لرلو درملنه ترلاسه کړي. دا څرګندونې په کابل کې د ایران سفارت په خپله اېکس پاڼه کې خپرې کړې دي. د کندهار په ګمرک کې د قانوني وارد شوو هندي درملو د تخلیې او په ازاده فضا کې د اېښودلو موضوع د درملو د سوداګرو اندېښنې راپارولې دي. د درملو یو شمېر سوداګر شکایت کوي چې د کندهار په ګمرک کې د درملو له موټرو څخه د درملو کښته کول او د لمر او باران په وړاندې اېښودل د درملو د کیفیت لپاره جدي ګواښ دی. د دوی په خبره، د درملو په ساتنه کې د نړیوالو معیارونو نه مراعاتول نه یوازې د سوداګرو پانګې ته زیان…
Quick facts
Timeline
-
AF International
ایران وايي، افغان ناروغان په ټیټ لګښت د دغه هېواد روغتونونو کې درملنه کولی شي
Sources
Afghan sources
ایران وايي، افغان ناروغان په ټیټ لګښت د دغه هېواد روغتونونو کې درملنه کولی شي