Kabulافغانستانامنیتپښتو

ایران په اماراتو، بحرین او اردن کې پر امریکايي اډو د تازه بریدونو… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-02 10:40:48🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): ایران وایي چې په تازه بریدونو کې یې د بې‌پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو په وسیله په متحده عربي اماراتو، بحرین او اردن کې د امریکايي ځواکونو اډې او تأسیسات په نښه کړي دي. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا نن د دغه هېواد د پوځ له قوله راپور ورکړی چې لسګونو بې‌پیلوټه الوتکو په متحده عربي اماراتو کې د الظفره او المنهاد اډو راداري سیستمونه او د امریکايي ځواکونو د مېشتېدو ځایونه په نښه کړي دي. د راپور له مخې، د ایران پوځ دغه راز ویلي چې په بحرین کې د شیخ عیسی اډې راداري تأسیسات او د امریکايي ځواکونو د مېشتېدو ځایونه هم د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه شوي دي. د ایران پوځ ویلي چې دغه بریدونه یې د ایران پر خاوره د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ترسره کړي دي. بلخوا، ایرنا د سپاه پاسداران د عامه اړیکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه ځواک هوايي ـ فضايي ځواکونو په بالستیک توغندیو په اردن کې د پرنس حسن هوايي اډه کې د امریکا د «آرکیو-۴» او «اېم‌کیو-۹» بې‌پیلوټه الوتکو هنګرونه په نښه کړي دي. سپاه پاسداران ادعا کړې چې په دغه برید کې یو شمېر بې‌پیلوټه الوتکې له منځه وړل شوې او یو شمېر پیلوټانو او تخنیکي کارکوونکي وژل شوي دي. امریکايي چارواکو تر اوسه د ایران…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-02 10:40:48

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ایران په اماراتو، بحرین او اردن کې پر امریکايي اډو د تازه بریدونو خبر ورکړ

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-02 15:09:44

ایران په اماراتو، بحرین او اردن کې پر امریکايي اډو د تازه بریدونو خبر ورکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button