DiplomacyEnglishافغانستانغور

ایران په هرمز تنګي کې د ټانکرونو سوځېدل تایید کړل — AF International

DevelopingDiplomacyغور1 SourcesUpdated: 2026-11-14 01:26:58🎙 Listen to radio

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک د جمعې په ورځ ويلي، چې دوه د تېلو ټانکرونه په هرمز تنګي کې پر سمندري ماینونو د ختلو له امله چاودېدلي او اور پکې لګېدلی دی. د رويټرز له مخې، د ایران دولتي تلوېزیون د سپاه پاسداران په حواله ویلي، چې دغو بېړیو هڅه کوله له ایراني چارواکو سره له همغږۍ پرته له دغه ستراتیژیک تنګي تېرې شي. تر اوسه د دغو دواړو ټانکرونو د هویت، د هغوی د بیرغ یا د عملې د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، چاودنې وروسته له هغې وشوې چې بېړیو د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو پر مهال د ايران له لوري د لګول شویو اصولو او لارښوونو پروا ونه کړه. ایراني چارواکو ټینګار کړی چې په دغه اوبلاره کې هر ډول تګ راتګ باید د دوی د ځواکونو په مستقیمه همغږۍ ترسره شي، خو دغه دوه ټانکرونه له اجازې پرته دې سیمې ته ننوتلي وو. د ایران دولتي رسنیو ویلي چې تر چاودنو وروسته په دواړو بېړیو کې اور لګېدلی، خو د رامنځته شوي مالي زیان او د نفتي توکو د خپرېدو د مخنیوي د هڅو په اړه یې نور معلومات له رسنیو سره نه دي شریک کړي. د ژغورنې او اور وژنې د عملیاتو وضعیت لا روښانه نه دی او خپلواکو سرچینو…

Quick facts

Locationغور
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-11-14 01:26:58

Timeline

  1. AF International

    ایران په هرمز تنګي کې د ټانکرونو سوځېدل تایید کړل

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-13 23:53:02

ایران په هرمز تنګي کې د ټانکرونو سوځېدل تایید کړل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button