Kabulافغانستانامنیتدری

ایران په کویټ کې د امریکا پر پوځي اډې برید کړی — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-18 09:19:17🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د ایران پوځ ویلي چې په کویټ کې یې په «علي‌السالم» پوځي اډه کې د امریکايي ځواکونو هوايي دفاعي سیسټمونه او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو توغولو مرکزونه د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي. د ایران تسنیم خبري اژانس د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو دفتر له قوله راپور ورکړی چې نن (چهارشنبه) سهار د ایران د پوځ بریدګرو بې‌پیلوټه الوتکو په کویټ کې د علي‌السالم په پوځي اډه کې د امریکايي ځواکونو «پټریوټ» هوايي دفاعي سیسټمونه او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو توغولو مرکزونه په نښه کړي دي. د ایران پوځ په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د علي‌السالم هوايي اډه په سیمه کې د امریکا له مهمو پوځي اډو څخه ده او لوېدیځې اسیا ته د پوځي تجهیزاتو او ځواکونو د هوايي لېږد اصلي مرکز ګڼل کېږي. د سرچینې په وینا، دغه اډه په سیمه کې د امریکايي ځواکونو په پوځي او لوژستیکي فعالیتونو کې مهم رول لري. د ایران پوځ ټینګار کړی چې د دغه هېواد پر وړاندې به هر ډول ګواښ او برید ته پرېکنده ځواب ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د کویټ چارواکو هم د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي خبر ورکړی دی. تر اوسه د دغه برید د احتمالي مرګ‌ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي. د یادونې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-18 09:19:17

خط زمانی

  1. Pajhwok

    ایران په کویټ کې د امریکا پر پوځي اډې برید کړی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-18 13:48:10

ایران په کویټ کې د امریکا پر پوځي اډې برید کړی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button