افغانستانامنیتپښتو

ایمل ولي خان: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دې استعفا… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-13 19:12:33🎙 راډیو واورئ

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي څخه د استعفا غوښتنه کړې او د عمران خان د خوشې کېدو په اړه یې د سپټمبر پر ۲۷مه د اعتراضونو ادعاوې «ډرامه» بللې دي. په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي اندېښنو له امله په وزیرستان، خیبر، مومند، باجوړ او نورو قبایلي سیمو کې وخت ناوخت ګرځبندیز لګېږي. د ګرځبندیز له امله نه یوازې د عامو خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کېږي بلکې ښوونځیو ته د زده‌کوونکو او ښوونکو تګ راتګ هم محدودېږي.د خیبر ولسوالۍ د یوه ښوونځي مدیر فاروق شاه افغانستان انټرنشنل- پښتو وویل، چې د ګرځبندیز له امله زده‌کوونکي او ښوونکي نه‌شي کولای په عادي ډول ښوونځيو ته تګ راتګ وکړي او له دې سره د ماشومانو د زده‌کړو مهم وخت ضایع کېږي.هغه وايي: «زما په ښوونځي کې شاوخوا زر ماشومان زده کړې کوي، خو د ګرځبندیز له امله د هغوی تعلیمي بهیر په مستقیم ډول اغېزمن شوی دی».فاروق شاه له حکومت او سیمه‌ییزې ادارې غواړي، چې د ګرځبندیز پر مهال دې ښوونځیو ته د تلونکو زده‌کوونکو او ښوونکو لپاره ځانګړې اجازه ورکړل شي، څو د ماشومانو زده‌کړې په بشپړه توګه ونه‌درېږي.هغه وړاندیز کوي، چې زده‌کوونکو ته دې د ښوونځي په یونیفورم او بکس سره د تګ راتګ اجازه ورکړل شي او د امنیتي پوستو لپاره دې د زده‌کوونکو او…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-13 19:12:33

مهالوېش

  1. AF International

    ایمل ولي خان: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دې استعفا وکړي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-13 17:40:29

ایمل ولي خان: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دې استعفا وکړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button