د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د «مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کېدو ته په غبرګون کې ويلي، د دفاعي تړون لاسلیک کوونکي پاکستان کې هره ورځ چاودنې کېږي او «طالبانو یې حکومتولي ننګولې ده» او په وینا یې، پاکستان دې لومړی خپل کور سم کړي. خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دوی له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان دولت ته ويلي، چې په افغانستان کې لاسوهنې نه پاکستان ته ګټه رسولې او نه هم افغانستان ته. هغه ادعا وکړه، پاکستان د افغانستان په چارو کې د مداخلې له لارې طالبان واک ته ورسول او اوس خپله د همدې پالیسۍ له پایلو سره مخ دی او زیاته یې کړه: «پاکستان په افغانستان کې طالبان مسلط کړي دي دغه خلک د دوی (پاکستان) اتلان، اثاثې او بچيان وو». د هغه په خبره: «پاکستان باید په هره بڼه په افغانستان کې له لاسوهنو او مستقیمو بریدونو ډډه وکړي، ځکه دا یوازې د طالبانو پر حکومت نه، بلکې د افغانستان پر دولت او ولس برید بلل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکه او بېباوري زیاتوي». خوشحال خان کاکړ د طالبانو د واکمنۍ په اړه وویل: «د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د پرمختګ پر ځای شاته تللی» او د ده په وینا: «د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
اېمل ولي خان: د «مکې دفاعي تړون» لاسلیک کوونکی پاکستان دې لومړی خپل کور سم کړي
Sources
Afghan sources
اېمل ولي خان: د «مکې دفاعي تړون» لاسلیک کوونکی پاکستان دې لومړی خپل کور سم کړي