Summary: د بادغیس ولایت د قلعهنو ښار په کتهچشمه سیمه کې د ۴۵ میلیونه ۹۴۸ زره ۳۵۴ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې ورسره د سیمې ۱۶۸۶ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه. د بادغیس د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس قاري روزي منصوري باختر اژانس ته ویلي، چې دغه ریاست د خلکو د ستونزو د حل او د پراختیايي پروژو د پلي کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي. نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو د څښاک اوبو په برخه کې شته ستونزې هوارې شوې دي.په جوړو شویو مراسمو کې د بادغیس والي ملا وليجان رحمت ویلي، چې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست خلکو ته ګڼ خدمتونه وړاندې کړي او یو شمېر نورې پروژې هم د پلي کېدو په حال کې دي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې له سیمهییزې ادارې سره همکاري وکړي، څو د لا ډېرو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.بلخوا، د بادغیس امنیه قوماندان مولوي عبدالولي اتقاني ویلي، چې د امنیتي ځواکونو اساسي موخه د خلکو د امنیت او هوساینې تامین دی او امنیتي مسوولین د خلکو د امنیت لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.د بادغیس د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، د یادې اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ بشپړې شوې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
بادغیس کې ۱۶۸۶ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې