Politicsافغانستانبادغیسدری

بادغیس کې ۴۵ کلنه قومي شخړه پای ته ورسېده — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsبادغیس1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-27 16:57:26🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د بادغیس ولایت د مرکز قلعه‌نو ښار اړوند په کندلان سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۴۵ کلنه قومي شخړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د شخړو د حل شورا په منځګړیتوب د دواړو لورو په هوکړه پای ته ورسېده. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ دغه شخړه شاوخوا ۴۵ کاله وړاندې د یوې مرموزې وژنې له امله د حاجي عبدالحکیم او عبدالو‌اسع کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ پراخ اختلافات او دښمنۍ رامنځته شوې وې. په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د بادغیس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمدقاسم ضمیر، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو ګډون کړی و، چې دواړو لورو په خپله خوښه د شخړې د حل واک د شخړو د حل شورا او سپین‌ږیرو ته وسپاره. د خبرو او منځګړیتوب په پایله کې دواړو لورو یو بل ته بښنه وکړه. د دغې روغې جوړې له مخې، دواړو لورو ژمنه وکړه چې له یو بل سره به له هر ډول دعوې او دښمنۍ ډډه کوي او خپل ژوند به په سوله، ورورولۍ او متقابل درناوي کې تېروي.

اطلاعات کوتاه

مکانبادغیس
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-27 16:57:26

خط زمانی

  1. Bakhtar

    بادغیس کې ۴۵ کلنه قومي شخړه پای ته ورسېده

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-27 16:00:18

بادغیس کې ۴۵ کلنه قومي شخړه پای ته ورسېده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button