افغانستانامنیتدری

د افغان الوګانو لومړنۍ جوپه ازبکستان ته ورسېده — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-15 13:35:48🎙 رادیو را بشنوید

ازبکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د افغان الوګانو لومړنۍ جوپه دغه هېواد ته رسېدلې ده. د راپورونو له مخې،‌ دا الوګان د بامیان ولایت له کروندو څخه راټول شوي او د ازبکستان بازارونو ته د یوه نوي صادراتي پروګرام له مخې لېږدول شوي دي. دا پروژه د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په نوښت د تېرې مۍ میاشتې په بهیر کې پیل شوې وه. د دغې پروژې له مخې، د بامیان په مرکز او په شهیدان او فولادي سیمو کې پر ۱۷ هکتاره ځمکه د لوړ حاصل لرونکي «فونتانه» ډوله الوګانو تخم وکرل شو، چې تر ډېره د صنعتي پروسس او بهر ته د صادراتو لپاره کارول کېږي. ازبکستاني کرنیزو متخصصانو له افغان بزګرانو سره اوږه په اوږه د کښت او پالنې ټول پړاوونه پر مخ یووړل او تر حاصل ورکولو یې د دغو کروندو څارنه کوله. د شمېرو پر بنسټ، په دغو سیمو کې له هر هکتار کرنیزې ځمکې څخه له ۴۰ تر ۴۵ ټنه پورې حاصل ترلاسه شوی دی. ازبکستان تر دې وړاندې له قرغزستان سره هم د الوګانو د کښت، د اصلاح شویو تخمونو د کارولو او کرنې ته د نوې ټېکنالوژۍ د را اېستلو په اړه پر ګډو پروژو خبرې کړې وې. کارپوهان دا ګامونه په سیمه کې د کرنیزو توکو د راکړې ورکړې او د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا ته ګټور بولي د طالبانو له…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-15 13:35:48

خط زمانی

  1. AF International

    د افغان الوګانو لومړنۍ جوپه ازبکستان ته ورسېده

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-15 12:25:56

د افغان الوګانو لومړنۍ جوپه ازبکستان ته ورسېده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button