زمونږ خبریال راپور راکړی په کونړ کې ښوونځي ته څېرمه چاودنې د مړواو د ټپیانو شمیر ۱۲۰ کسانو ته رسیدلی دی. د قربانیانو ډېره برخه د ښوونځي زدهکوونکي دي. د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع، وایي، په دې پېښه کې لس تنه وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي. مفتي قانع وایي، امنیتي ادارو د پېښې په تړاو پلټنې پیل کړې دي. د کونړ امنیه قوماندانۍ د امنیت امرمولوي ،نعمت الله حمیدي، وایي، چاودنه د هغو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې چې د مرکز اسعداباد اړوند د شګې سیمې په یوه کور کې د کانونو د کیندنې د یوه خصوصي شرکت له لوري ساتل کېدل. هغه وایي، کله چې د دغه شرکت کارکوونکو غوښتل یاد مواد د کانونو د کیندنې په موخه چمتو کړي، چاودنه رامنځته شوه. د نوموړي په وینا، په دې چاودنه کې پر یاد کور سربېره ښوونځي ته هم زیان رسېدلی او مرګژوبله اوښتې ده. د کونړ د مرکزي روغتون مشر ډاکټرمولاداد وایي، د پېښې له ځایه دوی ته یوازې اووه جسدونه او ۹۷ ټپیان ور وړل شوي دي. د هغه په وینا، د ټپیانو له ډلې څو تنه د لا ښې درملنې په موخه د جلالاباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او ډېری هغه کسان چې ټپونه یې نسبتاً سطحي وو، تر لومړنۍ درملنې وروسته بېرته خپلو کورونو ته…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
د افغانستان په کونړ کې د چاودنې د مړو او ژوبلو کسانو شمیر زیات شوی
سرچینې
External sources
د افغانستان په کونړ کې د چاودنې د مړو او ژوبلو کسانو شمیر زیات شوی