Summary: د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني بامیانو ته سفر کړی او هلته يې د دغه ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه راغلو قومي مخورو او ځايي مسوولينو سره کتلي دي. د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمتين قانع په خپله اکس پاڼه ليکلي چې د بامیان والي قاري ګل حیدر شفق په ياده کتنه کې په هېواد کې د یووالي د ښې بېلګې په توګه د بامیان د خلکو یادونه کړې او ويلي يې دي، چې د دغه ولایت خلک په امن او ورورولۍ کې ګډ ژوند لري.ورته مهال د کورنیو چارو وزیر د افغانستان اوسنی امنیت او ثبات د هېواد ستره پانګه بللې او ويلي يې دي:«افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی؛ د قوم، سمت او ژبې په بنسټ بېلتونونه د بهرنیو مغرضانه هڅو پایله وه، خو افغان ولس اوس د یوه نظام تر چتر لاندې د یووالي، ورورولۍ او اتحاد د ټينګښت پر لور روان دی او د هېواد د امن او ثبات ساتنه د حکومت او ولس ګډ مسوولیت دی.»ښاغلي حقاني د بامیانو له قومي مشرانو او مخورو سره په جلا ناسته کې د هغوی خبرې، مشورې او غوښتنې اورېدلې او د مطرح شوو موضوعاتو د تعقیب او حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړې دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
باميان؛ د کورنیو چارو وزیر د قومي مشرانو او ځایي مسوولینو ستونزې او وړانديزونه واورېدل
منابع
Afghan sources
باميان؛ د کورنیو چارو وزیر د قومي مشرانو او ځایي مسوولینو ستونزې او وړانديزونه واورېدل