Summary: په بامیانو کې د لاسي صنایعو او سوداګرۍ څلور ورځنی نندارتون جوړ شو چې پکې تر ۱۰۰ زیاتو داخلي شرکتونو ګډون کړی دی. باختر اژانس ته سرچینو منلې، چې له دغه نندارتون څخه موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا، د وارداتو له اړتیا خلاصون او د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو رامنځته کول دي. د بامیانو والي قاري ګل حیدر شفق د نندارتون د پرانیستې پر مهال له سوداګرو غوښتي، چې د هېواد دننه پر تولید شویو توکو پام ور ټول کړي څو صادرات یې لا ډېر د نړۍ بازارونو ته ورسیږي. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس حافظ نورزي امین زاده ویلي، چې په دغه نندارتون کې له اتو ولایتونو څخه څه باندې ۱۵۰ بېلابېلو شرکتونو خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي. د مالوماتو له مخې، غالۍ، بېلابېل لاسي صنایع، لبنیات، وچې مېوې، چاپي تولیدات، ساختماني مواد، د خصوصي بانکونو خدمتونه او د مخابراتي شبکو خدمتونه په یاد نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول. ګډونوالو د دغه ډول پروګرامونو جوړول د کورنیو تولیداتو د پېژندنې او د نورو بازارونو د صادراتو په برخه کې یو فرصت وباله او د ورته نندارتونونو د دوام غوښتنه یې وکړه.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
بامیانو کې د لاسي صنایعو کورنی او نړۍ وال نندارتون جوړ شو