Summary: د بامیان ولایت په مرکز کې د لرغونو سیمو د ساتنې په موخه د څه باندې ۸۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه سړک د بیارغونې، د یوه کانال، پلچکونو, استنادي او ګابیوني دېوال د جوړولو چارې پیل شوې. د باختر اژانس د خبر له مخې; دغه پروژې د یونیسکو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ د لرغونو سیمو د ساتنې، د سیمهییزو زیربناوو د وضعیت ښهوالي، د کرنیزو اوبو د غوره مدیریت او په زیانمنونکو او لرغونو سیمو کې د استنادي دېوالونو د پیاوړتیا په موخه پلې کېږي.د یادو پروژو په چوکاټ کې به ۶۵۰ متره سړک بیاورغول شي، ۴۰۰ متره کانال، پنځه پلچکونه او ۲۵۰ متره استنادي او ګابیوني دېوال جوړ شي.د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د بامیان ولایت د تاریخي او فرهنګي میراثونو په ساتنه کې مرسته وشي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
بامیان کې د ۸۴ زره ډالرو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې
منابع
Afghan sources
بامیان کې د ۸۴ زره ډالرو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې