د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۲مه پر کابل او ختیځو ولایتونو د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته د اسلاماباد او طالبانو اړیکې د بېساري کړکېچ پړاو ته داخلې شوې. د جګړې د جبهاتو پیاوړتیا لپاره طالبانو له بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه له شمالي سیمو سلګونه جنګیالي لومړیو کرښو ته ولېږل. کرېکټ بورډ د تسلیت په پیغام کې لیکلي: «شاپور ځدراڼ د افغان کرېکټ د بنسټ اېښودونکو لوبغاړو څخه و، چې ژمنتیا، تعهد او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو یې زموږ په هېواد کې د لوبې په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی».کرېکټ بورډ زیاته کړې، چې نړۍوال سټېج ته د افغان کرېکټ په رسېدو کې د شاپور ځدراڼ رول، هڅې او کار ځانګړی و. کرېکټ بورډ کاږلي: «له شک پرته د لوبو له نړۍ ورهاخوا هم شاپور ځدراڼ د ډېرو افغان ځوان لوبغاړو او په ټوله نړۍ کې د کرېکټ مینهوالو لپاره د الهام ریښتینې سرچینه وه. د هغه د مبارزې روحیې، هوډ او له کرېکټ لوبې سره مینې ډېرو ته هیلې او امیدونه ورکړل او یو نسل یې وهڅاوه؛ ترڅو لوی خوبونه وویني او د افغانستان د کرېکټ په راتلونکي باور ولري». افغان کرېکټ لوبغاړو د شاپور نږدې ملګرو او د هغه د لوبې مینهوالو هم د نوموړي پر مړینه خواشینې ښودلې. د افغان ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکي رحمان الله ګربز د تسلیت په…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
بدخشان؛ د جګړې پټ لوری او د ټيټيپي د نفوذ پراخېدو هڅې
سرچینې
Afghan sources
بدخشان؛ د جګړې پټ لوری او د ټيټيپي د نفوذ پراخېدو هڅې