EnglishPoliticsافغانستانبدخشان

بدخشان کې د اسلامي شریعت د انفاذ او د خلکو او مسوولینو ترمنځ… — Bakhtar

DevelopingPoliticsبدخشان1 SourcesUpdated: 2026-10-31 22:15:02🎙 Listen to radio

Summary: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د اسلامي شریعت د انفاذ، د فرمانونو د تطبیق او د خلکو او د اسلامي امارت د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه غونډه جوړه شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د یاد وزارت د سرحدونو د پلټنې معین مولوي عنایت‌الله شجاع په دې غونډه کې له مسوولینو وغوښتل، چې له خلکو سره په درناوي او مهربانۍ چلند وکړي او د هغوی غوښتنو او ستونزو ته رسېدنه وکړي. نوموړي همداراز له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام او رهبرۍ لارښوونې عملي او ملاتړ یې وکړي. د بدخشان والي مولوي رحمت‌الله نجیب وویل، چې د داسې غونډو موخه کلیو او لرې پرتو سیمو ته د اسلامي امارت د اصولو، قوانینو او فرمانونو رسول او د هغو په اړه د خلکو پوهاوی دی. نوموړي له قومي مشرانو او ښاریانو وغوښتل، چې ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړي او هغوی د هغو فعالیتونو په اړه خبر کړي، چې د ده په وینا، د ځوانانو د جذب او د اسلامي نظام پر وړاندې د کارولو په موخه ترسره کېږي. نوموړي همداراز له ځوانانو وغوښتل، چې په ټولنیزو شبکو کې د مغرضانه تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانه شي او د هېواد د یووالي او ثبات په ساتلو کې خپل مسوولیت ادا کړي. په همدې حال کې، د یاد وزارت د جرګو چارو رئیس مولوي محمداجان رهبر د خلکو ترمنځ د یووالي او باور پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې مسوولین باید د ټولنیزو اختلافونو او شخړو د حل لپاره هڅې وکړي. د بدخشان د علماوو شورا مرستیال مولوي سیف‌الرحمن اعناب هم د دغسې غونډو جوړول د یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او د ژبې، مذهب او قوم پر بنسټ یې د بېلتون د هڅو پر وړاندې د ځوانانو د پوهاوي او هوښیارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

Quick facts

Locationبدخشان
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-31 22:15:02

Timeline

  1. Bakhtar

    بدخشان کې د اسلامي شریعت د انفاذ او د خلکو او مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-31 16:50:32

بدخشان کې د اسلامي شریعت د انفاذ او د خلکو او مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button