EnglishHealthافغانستانبدخشان

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې — Bakhtar

DevelopingHealthبدخشان1 SourcesUpdated: 2026-11-19 00:53:24🎙 Listen to radio

Summary: د بدخشان ولایت امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د کشم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پېښه نن د کشم ولسوالۍ د دره‌ جیم په چهارمغز سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو کرولا موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو. د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د موټر چلوونکی مړ شوی او پنځه نوره سپرلۍ، چې یوه یې مېرمن ده، سخت ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړې، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي، خو د پېښې لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی.

Quick facts

Locationبدخشان
TopicHealth
Sources1
Updated2026-11-19 00:53:24

Timeline

  1. Bakhtar

    بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-18 16:38:37

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button