افغانستانامنیتبدخشانپښتو

بدخشان کې د طالبانو استخباراتي کارکوونکي د چاودنې هدف ګرځېدلي — AF International

روان خبرSecurityبدخشان1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-04 09:25:03🎙 راډیو واورئ

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې نن سهار د بدخشان د فیض‌اباد ښار په شپږمه ناحیه کې پر چاودېدونکو توکو بار موټرسایکل چاودلی او د طالبانو استخباراتي کارکوونکي یې هدف ګرځولي دي. راپور وايي، ټاکل شوې د اکتوبر په پنځمه د روسیې په کوربه‌توب د «مسکو فورم» غونډه جوړه شي او د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا به هم د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وي. د روسیې چارواکو ویلي چې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو «معقول جوړجاړي» لپاره زمینه برابره کړي.د راپور له مخې، که څه هم د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف اصلي موضوع ټي‌ټي‌پي ده، خو د شخړې پیچلتیا تر دې ډېره پراخ شوي دي.راپور لیکي، چې د ټي‌ټي‌پي او افغان طالبانو ترمنځ د کلونو جګړې، شخصي اړیکو او ګډو شبکو له امله د دواړو ډلو ترمنځ بشپړ واټن رامنځته کول اسانه نه دي.د راپور په وینا، اسلام‌اباد یوازې د ټي‌ټي‌پي پر ضد د اقدام غوښتنه نه کوي، بلکې له طالبانو غواړي له هغو شبکو سره هم اړیکې پرې کړي چې د دوی د پخوانۍ جګړې له چاپېریاله راټوکېدلې دي. تحلیل زیاتوي چې دا موضوع د طالبانو لپاره یوه داخلي او پېچلې مسئله ده او په اسانۍ نه شي حل کېدای.راپور وايي، پاکستان د سرحدي فشارونو، اقتصادي محدودیتونو او هوايي بریدونو له لارې هڅه کوي طالبان د ټي‌ټي‌پي پر ضد جدي اقدام ته اړ…

لنډ معلومات

ځایبدخشان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-04 09:25:03

مهالوېش

  1. AF International

    بدخشان کې د طالبانو استخباراتي کارکوونکي د چاودنې هدف ګرځېدلي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-04 06:38:02

بدخشان کې د طالبانو استخباراتي کارکوونکي د چاودنې هدف ګرځېدلي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button