Summary: د بدخشان ولایت د وزلوبې د مني جشن درېیم پړاو د دغه ولایت د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري، د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ، د فیضاباد ښار د سنګ مهر په ډګر کې پیل شوې. د باختر اژانس د خبر له مخې، په دغو سیالیو کې د بدخشان ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه ګڼ شمېر پهلوانانو ګډون کړی دی. د سیالیو په لومړۍ ورځ د میدان د حکم له لوري درې اخراولاقونه اعلان شول، چې لومړی اخراولاق د پهلوان عصمتالله خدایي له لوري د فیضاباد د مرکز په ګټه کرښې ته ورسول شو. دویم اخراولاق ذیداللهجان راغي او درېیم اخراولاق شهاب پهلوان کرښې ته ورساوه. د یادونې وړ ده، چې دغه ورزشي جشن د وزلوبې د لرغوني او دودیز فرهنګ د ژوندي ساتلو، د خلکو ترمنځ د یووالي او دوستۍ د پیاوړتیا، د سالمې سیالۍ فضا د رامنځته کولو او د پهلوانانو او اسلرونکو د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
بدخشان کې د وزلوبې د مني جشن درېیم پړاو سیالۍ پیل شوې