بدخشان کې د پیازو ۱۵ سړې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل… — Bakhtar
Summary: د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ۷ میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د پیازو ۱۵ سړې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې په ټولیز ډول د ۲۵۰ ټنه پیازو د ساتلو ظرفیت لري. د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول کیکاووس تکساري باختر آژانس ته ویلي، چې دغه سړې خونې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې له لارې جوړې شوې دي.د نوموړي په وینا، د دغو خونو د جوړولو ټولیز لګښت ۶۰ سلنه، چې ۴ میلیونه ۵۰۰ زره افغانۍ کېږي، د کرنې وزارت ورکړې او پاتې ۴۰ سلنه یې بزګرانو او د سیمې اوسېدونکو پر غاړه اخیستې وه.نوموړي زیاته کړې، چې دغه سړې خونې د کرنیزو محصولاتو د معیاري ساتنې، د کیفیت د خرابېدو د مخنیوي، له حاصلاتو وروسته د ضایعاتو د کمولو او په مناسب وخت کې بازار ته د محصولاتو د عرضې د تنظیم په موخه جوړې شوې دي.د بدخشان د کرنې ریاست مسوولین د دا ډول تاسیساتو جوړول د کرنیزو بنسټیزو تاسیساتو د پراختیا، د محصولاتو د ښه مدیریت او د بزګرانو او بڼوالو د ستونزو د یوې برخې د هواري لپاره مهم ګام بولي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
بدخشان کې د پیازو ۱۵ سړې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
Sources
Afghan sources
بدخشان کې د پیازو ۱۵ سړې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې