کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، دوه انسانتښتوونکي چې د ننګرهار له مرکز جلالاباد ښاره یې یو ۱۲ کلن ماشوم تښتولی و، د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې نیول شوي دي. د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کسان یو یې د لغمان او بل یې د ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي او تورن دي چې د جلالاباد ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی ۱۲ کلن جواد یې تښتولی او بدخشان ولایت ته یې انتقال کړی و. سرچینه زیاتوي، تښتول شوی ماشوم د کشفي عملیاتو په ترڅ کې روغ رمټ له شکمنو کسانو ژغورل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت لیکلي، نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-09-30 10:34:58
خط زمانی
-
Pajhwok
بدخشان کې د یوه ماشوم د تښتونې په تور دوه کسان نیول شوي