Summary: د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د پاینشهر لېسې ودانۍ د بیارغولو چارې د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت بشپړې شوې. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د بدخشان د پوهنې رئیس مولوي محمدطاهر جواد ویلي، چې دغه ښوونځی د دوه پانګهوالو په مالي ملاتړ بیارغول شوي، چې لس درسي ټولګي، یو لابراتوار، تشنابونه او د څښاک اوبو سیسټم لري. ورته مهال، د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي صبغتالله وصیل د یادو پانګهوالو له همکاریو مننه کړې او د ښوونځي په جوړولو او بیارغونه کې یې د هغوی ونډه د خلکو او پوهنې نظام ترمنځ د همکارۍ غوره بېلګه بللې ده. د پروژې له تمویل کوونکو څخه عبدالفرید بها حبیبي ویلي، چې پوهنه د ټولنې د ملا تیر دی او دوی به په راتلونکي کې هم د ښوونځیو جوړولو او د پوهنې د ملاتړ په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
بدخشان کې د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي د بیارغولو چارې بشپړې شوې
سرچینې
Afghan sources
بدخشان کې د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي د بیارغولو چارې بشپړې شوې