افغانستانامنیتبدخشاندری

بدخشان کې یوه “واورین پړانګ ۲۲ څاروي داړلي” دي – BBC News پښتو — Bbc

در حال تکمیلSecurityبدخشان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-28 00:44:55🎙 رادیو را بشنوید

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بدخشان ولایت د کرنې رياست وايي، يوه واورین پړانګ د واخان ولسوالۍ په يوه کلي کې ۲۲ پسونه او وزې داړلې او وژلې دي. د دغه رياست په وینا، پېښه د لړم مياشتې پر ۲۹مه هغه مهال رامنځته شوې چې یوه واورين پړانګ د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د ښکته ورګند کلي پر څارویو برید وکړ. پړانګ ټول ۲۲ څاروي داړلي چې ۱۵ یې پسونه او اووه یې وزې دي. یاد ریاست پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، واورين پړانګ ښايي په طبيعي چاپېريال کې د ښکار د کمښت او لوږې له کبله پر څارويو برید کړی وي. د دغه رياست په وینا، په څړځايونو کې د څارويو ساتنې ته نه پاملرنه ښايي یو بل لامل وي چې دغه داړونکي پړانګ پر ژويو برید کړی دی. د یاد رياست د معلوماتو له مخې، زيانمن شوي کس د دې موضوع د څېړلو او له حکومته د همکارۍ غوښتنه کړې ده. واورين پړانک او د مارکوپولو غرڅه په افغانستان کې کم پيدا کېږي او د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي چې ډېری یې په بدخشان او په ځانګړې توګه د واخان په لوړو سيمو کې ژوند کوي. د دغو ژويو شمېر په تېرو کلونو کې په څرګند ډول کم شوی دی. د طالبانو حکومت د دغو ژویو د نسل د له منځه تللو د مخنيوي…

اطلاعات کوتاه

مکانبدخشان
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-28 00:44:55

خط زمانی

  1. Bbc

    بدخشان کې یوه "واورین پړانګ ۲۲ څاروي داړلي" دي – BBC News پښتو

منابع

External sources

BbcPS
2026-11-27 14:22:06

بدخشان کې یوه "واورین پړانګ ۲۲ څاروي داړلي" دي – BBC News پښتو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button