Kabulافغانستانامنیتپښتو

بدخشان کې یو کس د ګاڼو د غلا په تور نیول شوی — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-25 05:07:36🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت په بدخشان کې د نسي ولسوالۍ د زرګرۍ له یوه دوکانه د غلا په تور د یوه کس د نیول کېدو خبر ورکړی او وایي چې له نوموړي سره یو کیلوګرام سره زر، دوه کیلوګرامه سپین زر، ۷۰ مبایلونه، ګاڼې او نور غلا شوي توکي ترلاسه شوي دي. دغه وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د نسي ولسوالۍ امنیتي ځواکونو، د کوف‌آب ولسوالۍ د کشفي ځواکونو په همکارۍ، دغه کس د زرګرۍ له یوه دوکانه د غلا په تور نیولی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شوی کس پرون له غلا شوو توکو سره یوځای نیول شوی دی. د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، له نوموړي څخه ۷۰ مبایلونه، یو کیلوګرام سره زر، دوه کیلوګرامه سپین زر، یو شمېر ګاڼې او نور غلا شوي توکي کشف او ضبط شوي دي. امنیتي مسوولین وایي چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-25 05:07:36

مهالوېش

  1. Pajhwok

    بدخشان کې یو کس د ګاڼو د غلا په تور نیول شوی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-25 09:35:37

بدخشان کې یو کس د ګاڼو د غلا په تور نیول شوی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button