بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او کاناډا په یوې ګډې اعلامیې کې دغه پرېکړه ''د نه منلو'' بللې او له اسرائیلو یې غوښتي چې ''دا پلانونه سملاسي بېرته واخلي''. د نړیوال قانون له مخې ټول اسرائیلي مېشت ځایونه ناقانونه ګڼل کېږي، او اسرائیل د نړیوال فشار له امله د لسیزو لپاره د بیت المقدس ختیځ ته په اي ون (E1) سیمه کې د ودانیزو پروژو له پلي کولو ډډه کړې وه. د اسرائیل ډېرو متحدینو او فلسطینیانو استدلال کړی چې دغه پروژه به د دوو دولتونو د حللارې هیلو ته سخت زیان ورسوي، ځکه چې دا به په عملي ډول لوېدیځه غاړه په دوو برخو ووېشي او ختیځ بیت المقدس به لا ډېر منزوي کړي. د اروپايي متحدینو او کاناډا په هغه ګډه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، راغلي: "په داسې حال کې چې په لوېدیځه غاړه کې بې ثباتي خورا زیاته شوې، د مېشتو کسانو له لوري د ملکي وګړو پر ضد د تاوتریخوالي کچه بې سارې لوړې شوې او د فلسطین اقتصاد له جدي محدودیتونو سره مخ دی، دا پرېکړه لا نوره هم د اندېښنې وړ ده." اعلامیه زیاتوي: "دا پلانونه نه یوازې موږ له سولې څخه لا لېرې کوي، بلکې د اسرائیل نړیوال اعتبار هم نور زیانمنوي." په یوه جلا اعلامیه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ویلي چې د E1 سیمې پروژه د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او کاناډا لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو د استوګنیزو ښارګوټو پروژه وغندله – BBC News پښتو
منابع
External sources
بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او کاناډا لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو د استوګنیزو ښارګوټو پروژه وغندله – BBC News پښتو