DevelopmentEnglishKabulافغانستان

بریکس د منځني ختیځ پر کړکېچ اندېښنه وښوده؛ یو اړخیز بندیزونه یې وغندل — Pajhwok

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-13 04:22:05🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): د بریکس غړو هېوادونو مشرانو د نوي ډیلي په غونډه کې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د دوام او زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، له ښکېلو لورو یې د زغم غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې اختلافات دې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي؛ دوی دغه‌راز له هغو یو اړخیزو جبري اقداماتو سره مخالفت کړی چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې وي. د بریکس اتلسمه سرمشریزه د هند په کوربه‌توب د سپټمبر په ۱۲مه او ۱۳مه، د شنبې او یکشنبې په ورځو، په نوي ډیلي کې ترسره کېږي. د «نوي ډیلي اعلامیې» له مخې چې د دې سرمشریزې په لومړۍ ورځ خپره شوه، د بریکس مشرانو ویلي چې په منځني ختیځ او لوېدیځه اسیا کې د تاوتریخوالي د دوام او زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه لري. هغوی له ټولو اړخونو غوښتي چې له ډېر زغم څخه کار واخلي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې وضعیت لا خرابولی شي. په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو پر خوندیتوب، د هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوي ټینګار شوی دی. د بریکس مشرانو دغه‌راز غوښتنه کړې چې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې دې هڅې زیاتې شي، څو داسې اوږدمهاله تفاهم رامنځته شي چې په سیمه کې له تلپاتې…

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-09-13 04:22:05

Timeline

  1. Pajhwok

    بریکس د منځني ختیځ پر کړکېچ اندېښنه وښوده؛ یو اړخیز بندیزونه یې وغندل

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-13 08:49:09

بریکس د منځني ختیځ پر کړکېچ اندېښنه وښوده؛ یو اړخیز بندیزونه یې وغندل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button