EnglishKabulافغانستانامنیت

برېتانیا د سعودي د هوايي حریم د ساتنې لپاره جنګي الوتکې لېږي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-20 18:13:17🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د برېتانیا دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد د هوايي ځواک جنګي الوتکې به د سعودي عربستان د ښارونو او مهمو بنسټیزو تاسیساتو د ساتنې لپاره د سعودي پر فضا دفاعي هوايي ماموریتونه ترسره کړي. د رویټرز د راپور له مخې، د برېتانیا د دفاع وزارت ویلي چې د «تایفون» ډوله جنګي الوتکې به د حوثيانو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان د هوايي حریم په ساتنه کې مرسته وکړي. د برېتانیا د دفاع وزیر وس سټریټینګ ویلي چې پر سعودي عربستان د حوثیانو پرله‌پسې بریدونه د اندېښنې وړ دي او په ځانګړي ډول د ریاض پر هوايي ډګر برید په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو څرګندونه کوي. هغه زیاته کړې چې د بریتانیا اضافي پوځي ملاتړ به د سعودي عربستان د هوايي حریم په ساتنه کې مرسته وکړي؛ خو د دفاع وزارت ټینګار کړی چې یادې جنګي الوتکې به یوازې دفاعي ماموریتونه ترسره کوي او پر حوثیانو به بریدونه نه کوي. د رویټرز د راپور له مخې، د سعودي عربستان حکومت د اضافي پوځي ملاتړ غوښتنه کړې وه او د برېتانیا لومړي وزیر انډي برنهام د روانې میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې هېواد یې د دغې غوښتنې ارزولو ته چمتو دی. راپور زیاتوي چې په وروستیو اونیو کې د سعودي عربستان پر نفت‌استخراجوونکو تاسیساتو او نورو مهمو…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-20 18:13:17

Timeline

  1. Pajhwok

    برېتانیا د سعودي د هوايي حریم د ساتنې لپاره جنګي الوتکې لېږي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-20 22:43:05

برېتانیا د سعودي د هوايي حریم د ساتنې لپاره جنګي الوتکې لېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button