کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، د دې ټولنې عمومي رییس د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي سره د افغانستان د بشري وضعیت، د اړمنو وګړو د اړتیاوو او د بشري مرستو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ټولنې عمومي رییس شیخ شهابالدین دلاور د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره لیدلي دي. سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د افغانستان د بشري وضعیت، د اړمنو وګړو د اړتیاوو او د بشري مرستو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي. خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو په دې لیدنه کې د طبیعي پېښو له امله د زیانمن شوو وګړو، له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو او نورو اړمنو خلکو د ملاتړ او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په اړه بحث کړی دی. سرچینې لیکلي، شیخشهاب الدین دلاور له طبیعي پېښو ځپلو خلکو سره د برېتانیا د بشري مرستو له امله مننه کړې او د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړي دي. نوموړي د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د زړه سوري ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو، په اوو سیمهییزو زونونو کې د بېسرپرسته مېرمنو او ماشومانو لپاره د حرفوي زدهکړو او مهارتونو د پراختیا…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه
سرچینې
Afghan sources
برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه