د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي، د ښکېلو لورو له خوا د احتمالي جنګي جرمونو د ترسره کېدو په اړه باید بېطرفه او خپلواکه څېړنه وشي. داوړ زیاته کړه، په ۲۰۱۹کال کې د پاکستان ځینو کړیو هڅه کوله چې خلک له طالبانو سره خبرو ته وهڅوي؛ خو دوی دغه دریځ نه مانه. هغه وایي: «افغانستان مو په همدې خلکو وران کړ او د دوحې له پرېکړې وروسته افغانستان طالبانو ته وسپارل شو». د نوموړي په وینا؛ «د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته ویلي و، چې پوځ د طالبانو د راوستلو لپاره لس اربه روپۍ غواړي؛ خو هدف یې دا و چې وسلهوال پاکستان ته راولي او په دوی د خلکو اساسي او سیاسي حقونه تر پښو لاندې کړي». داوړ ادعا وکړه، چې امریکا او طالبان په پاکستان کې هممهاله حضور لاره؛ خو د جګړې لپاره به افغانستان ته تلل. هغه وویل، اوس چې په بلوچستان کې ناامني روانه ده هر څوک پوهېږي چې د دې تر شا استخباراتي ادارې دي او همدوی وسلهوال روزلي او ځای پرځای کړي دي.محسن داوړ د پاکستان پر عدلیې هم نیوکه وکړه او ویې ویل، سترې محکمې په خپله ویلي چې استخباراتي ادارې د دوی په پرېکړو کې لاسوهنه کوي او حتی محکمې له دغه ادارو د خپل امنیت غوښتنه کوي….
Quick facts
Timeline
-
AF International
بشري حقونو څار بنسټ: د پاکستان او طالبانو په بریدونو کې د احتمالي جنګي جرمونو پلټنه دې وشي
Sources
Afghan sources
بشري حقونو څار بنسټ: د پاکستان او طالبانو په بریدونو کې د احتمالي جنګي جرمونو پلټنه دې وشي