EnglishSportsافغانستانکندز

بغلان د درېیو ولایتونو ترمنځ د کورش سیالیو اتلولي وګټله — Bakhtar

DevelopingSportsکندز1 SourcesUpdated: 2026-07-18 07:52:17🎙 Listen to radio

Summary: د بغلان ولایت د کورش لوبډلې د بغلان، کندز او سمنګانو ولایتونو ترمنځ د کورش په سیالیو کې د لوړو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د اتلولۍ مقام خپل کړ. د بغلان د کورش فدراسیون مسوول سید حشمت‌ الله سادات باختراطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې په دې سیالیو کې د بغلان، کندز او سمنګانو ولایتونو ۵۶ پهلوانانو ګډون کړی و او د دوستانه سیالۍ او ورزشي روحیې په فضا کې یې له یو بل سره سیالۍ ترسره کړې.د نوموړي په وینا، دغه سیالۍ د بغلان د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د نعیم زمان شرکت په مالي ملاتړ او د استاد عبید محمدي تر سرپرستۍ لاندې تنظیم شوې وې.هغه زیاته کړې، چې د دې ډول سیالیو ترسره کول د کورش ورزش د ودې، د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا او د پهلوانۍ د ارزښتونو د ترویج لپاره مهم رول لري.سادات ویلي، د سیالیو په پای کې د بغلان لوبډلې د تر ټولو ډېرو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ او غوره ورزشکارانو ته ستاینلیکونه، جامونه او ډالۍ ورکول شوې.

Quick facts

Locationکندز
TopicSports
Sources1
Updated2026-07-18 07:52:17

Timeline

  1. Bakhtar

    بغلان د درېیو ولایتونو ترمنځ د کورش سیالیو اتلولي وګټله

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-18 06:46:15

بغلان د درېیو ولایتونو ترمنځ د کورش سیالیو اتلولي وګټله

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button