Newsافغانستانبغلاندری

بغلان والي: رسنۍ دې د خلکو ستونزو ته ښه انعکاس ورکړي — Bakhtar

در حال تکمیلNewsبغلان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-08 06:02:06🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د بغلان والي مولوي عبدالله مختار له خبریالانو او د خصوصي رسنیو له مسوولینو سره په لیدنه کې د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وکړ. په یاده لیدنه کې چې د ولایت مقام په مېلمستون کې ترسره شوه، خبریالانو او د خصوصي رسنیو استازو د خپلو رسنیزو فعالیتونو، معلوماتو ته د لاسرسي، ترانسپورټي اسانتیاوو او نورو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې د اړوندو مسوولینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.د بغلان والي مولوي عبدالله وویل:«رسنۍ په نننۍ نړۍ کې مهم رول لري او باید د خلکو ستونزو، غوښتنو او نظرونو ته ښه انعکاس ورکړي.»نوموړي له خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو وغوښتل چې د ژورنالیزم اصول او مسلکي معیارونه مراعات کړي او د خلکو ستونزو د انعکاس ترڅنګ، د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې خپل مسوولیت ادا کړي.نوموړي بغلان د ټولو ولسونو ګډ کور وباله او ټینګار یې وکړ، چې د ملي یووالي، اسلامي اخوت او ګډو ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره د بېلابېلو قشرونو ترمنځ همکاري او همغږي اړینه ده.هغه له رسنیو وغوښتل، چې د اخلاقي جرمونو او ټولنیزو زیانونو د مخنیوي، سالمې ټولنیزې روزنې او د ناوړه پدیدو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې هم خپل رسنیز مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي.په دې ناسته کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو هم له رسنیو سره د لا ډېرو همکاریو او د خبریالانو د ستونزو د حل په برخه کې د هڅو ډاډ ورکړ.

اطلاعات کوتاه

مکانبغلان
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-08 06:02:06

خط زمانی

  1. Bakhtar

    بغلان والي: رسنۍ دې د خلکو ستونزو ته ښه انعکاس ورکړي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-08 05:45:00

بغلان والي: رسنۍ دې د خلکو ستونزو ته ښه انعکاس ورکړي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button