EnglishPoliticsافغانستانبغلان

بغلان کې د امربالمعروف ریاست ۲۸۷ قضیې څېړلې دي — Bakhtar

DevelopingPoliticsبغلان1 SourcesUpdated: 2026-09-09 14:14:15🎙 Listen to radio

Summary: د بغلان ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د شکایتونو اورېدلو ریاست وايي، چې د روان کال له پیله تر اوسه یې د خلکو ۲۸۷ قضیې څېړلې دي، چې ۱۸ یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د میراث حقونو اړوند دي. د یاد ریاست رئیس مولوي خلیل‌الرحمن راشد باختر اژانس ته ویلي، چې له حمل میاشتې راهیسې ۱۳۰ قضیو ته لازمې لارښوونې شوې، ۱۳۷ قضیې حل‌وفصل شوې او ۲۰ نورې لا تر څېړنې لاندې دي.د نوموړي په وینا، ډېری شکایتونه حقوقي، کورني، مالي او ټولنیز اړخونه لري او یو شمېر یې د ښځو د حقونو، میراث او د ځینو مسوولینو او نظامي کسانو د کړنو په اړه دي.نوموړي د خلکو شکایتونو ته رسېدنه د دغه ریاست له مهمو فعالیتونو وبلله او ویې ویل، چې د پخوا په پرتله د خپلو ستونزو د مطرح کولو لپاره د خلکو باور زیاته شوې ده.نوموړي له د دغه ولایت له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې د شکایتونو د ثبت پر مهال لازم شواهد او اسناد هم وړاندې کړي، څو قضیو ته په لا ډېر دقت رسېدنه وشي.

Quick facts

Locationبغلان
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-09 14:14:15

Timeline

  1. Bakhtar

    بغلان کې د امربالمعروف ریاست ۲۸۷ قضیې څېړلې دي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-09 10:03:37

بغلان کې د امربالمعروف ریاست ۲۸۷ قضیې څېړلې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button