Summary: د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې په یاد ولایت کې د تېر کال په پرتله د خټکیو او هندواڼو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د یاد ریاست د مطبوعاتو مسوول محمد ولي امرخېل باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي چې سږ کال په بغلان ولایت کې پر ۵ زره ۵۰ هکټاره ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوي.د سرچینې په وینا، تېر کال ټولټال ۱۳۸ زره ۱۲۴ مټریک ټنه حاصلات راټول کړل شوي او دغه کچه سږ کال ۱۵۹ زره ۷۵ مټریک ټنو ته پورته شوې چې دا د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالي ښيي.نوموړي د خټکیو او هندواڼو د حاصلاتو زیاتوالی اصلاح شوي تخمونه او میکانیزه کرنه یاده کړې، چې د یاد ولایت په پلخمري، مرکزي بغلان، نهرین، دهنه غوري او ډنډ غوري ولسوالیو کرل شوي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
بغلان کې د خټکیو او هندواڼو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی
سرچینې
Afghan sources
بغلان کې د خټکیو او هندواڼو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی