EnglishHealthافغانستانبغلان

بغلان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې څلور کسان وژل شوي — Pajhwok

DevelopingHealthبغلان1 SourcesUpdated: 2026-08-12 07:47:02🎙 Listen to radio

پلخمري (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۵): د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې څلور کسان وژل شوي دي. د بغلان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پېښه تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په دیوالک سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخصي دښمنۍ او کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو پر سر رامنځته شوې چې له امله یې له دواړو کورنیو څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی . ورته مهال، د یادې سیمې يوه اوسېدونکي چې نه یې غوشتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل چې اود تاله برفک ولسوالۍ اړوند دیوالک کلي کې دوه قومونو ترمنځ د اوبو پر سر شوې شخړه کې پنځه کسان وژل شوي دي. دی وايي، د پنځو وژل شوو کسانو ترڅنګ څو نور کسان ټپیان شوي هم دي چې د دوو روغتیايي حالت نازک و او ولایتي روغتون ته لېږدول شوي.

Quick facts

Locationبغلان
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-12 07:47:02

Timeline

  1. Pajhwok

    بغلان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې څلور کسان وژل شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-12 12:13:54

بغلان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې څلور کسان وژل شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button