بغلان کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د ورودي دروازې د جوړولو… — Bakhtar
Summary: د بغلان ولایت په بوغابي سیمه کې د پلخمري – کابل پر لویه لاره د لس میلیونه افغانیو په لګښت د ورودي دروازې د جوړولو چارې د دغه ولایت د والي مولوي عبدالله مختار په حضور کې پیل شوې. د بغلان د والي ویاند فاروقي خپلواک باختر اژانس ته ویلي، چې دغه دروازه د پانګهوال امین رامین په مالي ملاتړ جوړېږي او ټاکل شوې ده، چې چارې به یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي. ورته مهال امین رامین ویلي، چې دغه دروازه ۶۰ متره اوږدوالی لري او د معیاري او ډیجیټلي طرحې له مخې جوړېږي. د نوموړي په وینا، د دروازې ځینې برخې به د لمریزې برېښنا پر سیسټم سمبالې وي او ترڅنګ به یې د مسافرو او وسایطو لپاره مجهز پارکینګ هم جوړ شي. د بغلان یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د چارو له پیل څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د هغې په بشپړېدو سره به د سیمې د ښکلا ترڅنګ، یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
بغلان کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د ورودي دروازې د جوړولو چارې پیل شوې
سرچینې
Afghan sources
بغلان کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د ورودي دروازې د جوړولو چارې پیل شوې