Economyافغانستانبغلانپښتو

بغلان کې د نساجي فابریکه دا مهال هره ورځ ۱۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي — Bakhtar

روان خبرEconomyبغلان1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-07 12:24:36🎙 راډیو واورئ

Summary: د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د افغان نساجي فابریکې ماشینونه، چې له کلونو راهیسې له کاره لوېدلي و تر ترمیم وروسته یې یو ځل بیل د تولید بهیر پیل کړی دی. د یادې فابریکې عملیاتي مرستیال محمد عیسی بلال باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاده فابریکه دا مهال هره ورځ شاوخوا زر متره ټوکر تولیدوي.د مسوولینو په خبره، اوسمهال په دې فابریکه کې درې ډوله ټوکر تولیدېږي او د پاتې نورو ماشینونو له بیا فعالېدو سره به د تولیداتو کچه لوړه او لسګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.د یادونې وړ ده، چې د پلخمري افغان نساجي فابریکه د هېواد له مهمو صنعتي فابریکو څخه شمېرل کېږي او د بشپړ فعالیت په صورت کې به د کورني صنعت د ودې، د تولید پراختیا او د هېواد د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول ولوبوي.

لنډ معلومات

ځایبغلان
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-07 12:24:36

مهالوېش

  1. Bakhtar

    بغلان کې د نساجي فابریکه دا مهال هره ورځ ۱۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-07 10:38:00

بغلان کې د نساجي فابریکه دا مهال هره ورځ ۱۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button