Summary: د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پنځه کیلومتره واټن د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې او یوه ورځ یې دوام وکړ. د باختر اژانس د خبر له مخې، په دغو سیالیو کې عبدالحمید لومړی، اجمل دویم، شکرالله درېیم او فضل ربي څلورم مقام خپل کړ.د مسوولینو په وینا، د دغو سیالیو موخه د ورزش دودول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د غوره استعدادونو پېژندل دي.د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته د ستاینلیکونو ترڅنګ چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شوې.
لنډ معلومات
ځایبغلان
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-08-06 10:07:15
مهالوېش
-
Bakhtar
بغلان کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې