EnglishHealthافغانستانبغلان

بغلان کې څه باندې ۲۰ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې… — Bakhtar

DevelopingHealthبغلان1 SourcesUpdated: 2026-10-20 19:17:08🎙 Listen to radio

Summary: د بغلان ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۴۲ میلیونه ۶۱۴ زره ۴۳۳ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۱۰ شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین مولوي شرف‌الدین مسلم د دغو شبکو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، چې د څښاک پاکو اوبو برابرول د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه دي. د نوموړي په وینا، پاکو اوبو ته لاسرسی د عامې روغتیا په ساتنه، د ناروغیو په مخنیوي او د خلکو د ژوند د کیفیت په ښه کولو کې مهم رول لري.نوموړي زیاته کړې، چې د اوبو رسولو شبکو جوړول د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کېږي، چې په لرې پرتو او اړمنو سیمو کې خلکو ته پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.د معلوماتو له مخې، دغه شبکې د بغلان ولایت په دوشي، دهنه‌غوري، خنجان، نهرین او برکې ولسوالیو کې جوړې شوې دي، چې په مرسته یې ۲۰ زره ۷۳۲ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

Quick facts

Locationبغلان
TopicHealth
Sources1
Updated2026-10-20 19:17:08

Timeline

  1. Bakhtar

    بغلان کې څه باندې ۲۰ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-20 11:05:14

بغلان کې څه باندې ۲۰ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button