Developmentافغانستانبغلانپښتو

بغلان کې ۱۵۰ کورنۍ د لومړي ځل لپاره له برېښنا برخمنې شوې — Bakhtar

روان خبرDevelopmentبغلان1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-09 10:32:13🎙 راډیو واورئ

Summary: د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ په چشمه‌شېر سیمه کې د ۱۶۰ کېلوولټ امپیر ظرفیت لرونکی یو ټرانسفارمر نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد ولایت د برېښنا ریاست مطبوعاتي مسوول رامین خرم باختر اژانس ته ویلي، چې د یاد ټرانسفارمر په فعالېدو سره د چشمه‌شېر سیمې نږدې ۱۵۰ کورنۍ د لومړي ځل لپاره د برېښنا له اسانتیاوو برخمنې شوې دي.نوموړي زیاته کړې، چې یاده پروژه د افغانستان برېښنا شرکت له بودیجې د شاوخوا ۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوې ده.د هغه په وینا، د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د چشمه‌شېر سیمې د اوسېدونکو د برېښنا ستونزه تر ډېره هواره شي.د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت کلیو او بانډو ته د برېښنا د رسولو په موخه د بېلابېلو پراختیايي پروژو د پلي کولو لړۍ روانه ساتلې ده.

لنډ معلومات

ځایبغلان
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-08-09 10:32:13

مهالوېش

  1. Bakhtar

    بغلان کې ۱۵۰ کورنۍ د لومړي ځل لپاره له برېښنا برخمنې شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-09 09:45:07

بغلان کې ۱۵۰ کورنۍ د لومړي ځل لپاره له برېښنا برخمنې شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button