د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، چې په پاکستان کې «اوسنی نظام ناکام شوی نهدی، بلکې ناکام کړل شوی دی». له دې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير، د پوځ وياند او د دفاع وزير هم د پاکستان حکومتولي «پرېوتی» بللی وو. خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دوی له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان دولت ته ويلي، چې په افغانستان کې لاسوهنې نه پاکستان ته ګټه رسولې او نه هم افغانستان ته. هغه ادعا وکړه، پاکستان د افغانستان په چارو کې د مداخلې له لارې طالبان واک ته ورسول او اوس خپله د همدې پالیسۍ له پایلو سره مخ دی او زیاته یې کړه: «پاکستان په افغانستان کې طالبان مسلط کړي دي دغه خلک د دوی (پاکستان) اتلان، اثاثې او بچيان وو». د هغه په خبره: «پاکستان باید په هره بڼه په افغانستان کې له لاسوهنو او مستقیمو بریدونو ډډه وکړي، ځکه دا یوازې د طالبانو پر حکومت نه، بلکې د افغانستان پر دولت او ولس برید بلل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکه او بېباوري زیاتوي». خوشحال خان کاکړ د طالبانو د واکمنۍ په اړه وویل: «د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د پرمختګ پر ځای شاته تللی» او د ده په وینا: «د طالبانو حکومت داسې کوم اقدام نهدی کړی، چې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
بلاول بوټو زرداري: د پاکستان نظام ناکام نه، بلکې ناکام کړل شوی
منابع
Afghan sources
بلاول بوټو زرداري: د پاکستان نظام ناکام نه، بلکې ناکام کړل شوی