Summary: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع د یوه ګډ پلاوي په مشري د بلخ ولایت حيرتان بندر ته سفر کړی او هلته یې د سرحدي سیمو د وضعیت د ارزونې ترڅنګ له یو شمېر ځايي مسوولینو سره هم کتلي دي. له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې سفر کې نوموړي د له اړوندو ولایتي مسوولینو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له رئیس، د کمېسارۍ له استازو او د سرحدي سیمو له یو شمېر منسوبینو سره جلا او ګډې لیدنې تر سره کړې دي.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ښاغلي شجاع د سرحدي مسوولینو څرګندونې او وړاندې شوي معلومات اورېدلې او د سیمې د وضعیت د لا دقیقې ارزونې لپاره یې له مسوولینو سره لازمې مشورې کړې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
بلخ؛ د حيرتان بندر د سرحدي وضعیت او اداري چارو ارزونه وشوه
سرچینې
Afghan sources
بلخ؛ د حيرتان بندر د سرحدي وضعیت او اداري چارو ارزونه وشوه