د افغانستان د طالبانو د بلخ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست خبر ورکړی، چې دغه ولايت ته راغلي دوه تنه چینايي وګړي د اسلام پر مبارک دین مشرف شوي دي. د یاد ریاست ویاند مولوي محمد سرور دانش ويلي، دغه چینایي وګړي افغانستان ته د سوداګرۍ په موخه راغلي و، چې له اسلام مبارک دين سره يې مينه پيدا شوې او بيا يې د اسلام دین منلی. نوموړي ويلي، په يادو کسانو د عبدالله او عبدالرحمن اسلامي نومونه اېښودل شوي دي.
لنډ معلومات
ځایبلخ
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-22 08:47:46
مهالوېش
-
Parstoday
بلخ کې دوه چینایي وکړي مسلمانان شول