Summary: د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره د صافي سټیل د اوسپنې د تولید فابریکې فعالیت پیل کړی دی. د بلخ والي ملا محمدیوسف وفا د فاریاب له والي او د بلخ ولایت له یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو سره یوځای له دغې نوې جوړې شوې فابریکې لیدنه وکړه.د یادې فابریکې رئیس میر افغان صافي د لیدنې پر مهال مسوولینو ته د فابریکې د فعالیتونو، د تولید بهیر او کاري ظرفیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د دې فابریکې د جوړولو موخه په هېواد کې د اوسپنې د تولید صنعت پیاوړتیا ده.میرافغان صافي وویل، چې صافي سټیل فابریکه د ۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې جوړه شوې او په ۲۴ ساعتونو کې د زر ټنه تولید ظرفیت لري.هغه زیاته کړه، چې د دې فابریکې په فعالیت سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.ورته مهال، یادو مسوولینو د فابریکې له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال د هېواد د اقتصادي ودې، صنعتي پراختیا او د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په برخه کې د خصوصي سکټور پانګونه مهمه وبلله.د بلخ والي د صنعتکارانو د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د صنعتي فعالیتونو د پراختیا او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې به هر ډول همکاري وکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
بلخ کې د اوسپنې د تولید یوې فابریکې فعالیت پیل کړ