Summary: د بلخ ولایت د «افغان یاسني ایل» د تېلو د تصفیې فابریکې مسوولین وایي، دغه فابریکه چې د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونه جوړه شوې، هره ورځ له ۶۰۰ ټنو ډېر د قشقري او زمردسای خام تېل تصفیه او کورني بازار ته وړاندې کوي. د یادې فابریکې رئیس سهراب صمدي باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې په دې تصفیهخونه کې د معیاري او پرمختللو ماشینونو په وسیله پټرول، ډیزل او مازوت تولیدېږي او د هېواد د کورني بازار د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري.د نوموړي په وینا، سره له دې چې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوې دي، خو فابریکې هڅه کړې چې د تولید بهیر له ځنډ پرته دوام ومومي او د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو کې فعاله ونډه واخلي.هغه زیاته کړه، چې په دغه فابریکه کې څه باندې ۱۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې او سلګونه نور کسان یې هم په غیرمستقیم ډول له فعالیتونو ګټه اخلي.بلخوا، د مزارشریف یو شمېر اوسېدونکو د تېلو او ګازو د بیو وروستیو لوړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت څخه یې غوښتي، چې په هېواد کې د نورو تصفیه خونو د جوړېدو لپاره هم زمینه برابره کړي، څو د کورني تولید له لارې د بازار اړتیاوې پوره او د بیو د لوړېدو مخه ونیول شي.د یادونې وړ ده، چې دا مهال په بلخ ولایت کې له لسو ډېرې د تېلو او ګازو تصفیه خونې فعالیت لري او د خامو تېلو د تصفیې له لارې د کورني بازار د اړتیاوو یوه برخه برابروي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
بلخ کې د تېلو یوه تصفیه خونه هره ورځ ۶۰۰ ټنه تېل تصفیه کوي
Sources
Afghan sources
بلخ کې د تېلو یوه تصفیه خونه هره ورځ ۶۰۰ ټنه تېل تصفیه کوي