Summary: بلخ کې تازه د دوه میلیون ډالرو په پانګونې جوړه شوې د اوړو یوې نوې تولیدي فابریکې په فعالیت پیل کړی دی. د یادې فابریکې رئیس محمد یوسف شهباز باختر اژانس ته ویلي، چې دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۸۰ ټنه اوړو د تولید وړتیا لري.د نوموړي په خبره، دغه فابریکه چې د دوو میاشتو په موده کې جوړه شوې د حکومت له لوري د نور ملاتړ په صورت کې به وکولای شي د هېواد اړتیا تر ډېره بریده پوره کړي.د سرچینې د مالوماتو پر بنسټ، په یاده فابریکه کې دا مهال ۱۰۰ تنه په کار بوخت دي چې په وینا یې، د ظرفیت له لوړېدو سره به د کارګرو شمېر زیات کړي.په بلخ کې د غله جاتو ټولنې رئیس یاسین وهاب اژانس ته ویلي، چې دا مهال په دغه ولایت کې د اوړو ۴۸ تولیدي کارخونې فعالیت کوي چې هره ورځ د زرګونه ټنه اوړو د تولید ظرفیت لري.دغه کارخونه کې اخته کارګرو په کور دننه د عایدو پر برابرېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د صنعت پیاوړتیا کولی شي، چې افغانان له بې کارۍ را وګرځوي.افغانستان چې د غنمو او اوړو په برخو کې تر ډېره په قزاقستاني توکو تکیه لري عام خلک له حکومت غواړي، چې له وارداتو د خلاصون لپاره دې برخې ته پاملرنه لا زیاته کړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
بلخ کې د دوه میلیونه ډالرو په پانګونې جوړه شوې د اوړو فابریکه فعاله شوه
منابع
Afghan sources
بلخ کې د دوه میلیونه ډالرو په پانګونې جوړه شوې د اوړو فابریکه فعاله شوه