Summary: د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د زمري ۲۴مې په مناسبت ستره مشاعره ترسره شوه، چې له بېلابېلو ولایتونو څخه پکې شاعرانو، ادبیانو, لیکوالانو او فرهنګیانو ګډون کړی و. د یادې مشاعرې د پیل په مراسمو کې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمدالله ضرار وويل، چې په دې مشاعره کې شاعرانو د هېواد د خپلواکۍ، اسلامي ارزښتونو، یووالي، سولې او د هېواد د پرمختګ په تړاو خپل شعرونه او ادبي پیغامونه وړاندې کړل..د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د یادې مشاعرې په تړاو جوړ شویو مراسمو کې وویل، چې د زمري ۲۴مه د افغان ولس لپاره د ویاړ او افتخار ورځ ده او د هېواد د خپلواکۍ او د افغانانو د قربانیو یاد تازه کوي. ښاغلي وفا زیاته کړه، چې اوسنی نظام د ډېرو قربانیو، سرښندنو او د علماوو او ولس د ګډو هڅو په پایله کې رامنځته شوی، چې دا نظام یوازې د يوه ځانګړي قشر نظام نه دی؛ بلکې د ټول افغان ولس نظام دی او د ولس پر یووالي، د نظام پر ملاتړ او د هېواد د ابادۍ لپاره یې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل، افغانستان د امنیت تر ټینګښت وروسته د اقتصادي او صنعتي ودې پر لور روان دی او هڅې کېږي، چې د هېواد کورني تولېدات زیات کړي.ښاغلي عزیزي د هېواد د سترو اقتصادي او زیربنایي پروژو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د قوشتیپې کانال په څېر پروژې د افغانستان د اقتصادي راتلونکي لپاره ځانګړی اهمیت لري او د پروژې د بشپړېدو سره سم به هېواد په ځان بسيا شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
بلخ کې د زمري ۲۴مې په مناسبت ستره مشاعره ترسره شوه