Englishافغانستانامنیتبلخ

بلخ کې د شرطې له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه لسګونه کسان فارغ… — Bakhtar

DevelopingSecurityبلخ1 SourcesUpdated: 2026-08-07 22:22:04🎙 Listen to radio

Summary: د بلخ ولایت د شرطې له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل او سمنګان ولایتونو ۳۳۷ تنه منسوبین له روزنیزو زده‌کړو وروسته فارغ شول. د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس د فراغت په مراسمو کې وویل، چې په هېواد کې اوسنی امنیت د اسلامي امارت د مجاهدینو د قربانیو پایله ده او له فارغ شویو منسوبینو یې وغوښتل، چې د اسلامي نظام او ولس د خدمت لپاره خپلې دندې په اخلاص ترسره کړي. د شمال زون د شرطې د ښوونیز او روزنیز مرکز د دفتر امر مولوي فضل‌الرحمن مولانا باختر اژانس ته وویل، چې یاد منسوبین له اړینو مسلکي، نظامي او عقیدوي زده‌کړو فارغ شوي دي. هغه زیاته کړې چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له یاد مرکز څخه نږدې ۹ زره تنه فارغ شوي دي. ورته مهال یو شمېر فارغانو دغه روزنیز پروګرام د خپلو مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره مهم وباله او ژمنه یې وکړه، چې د هېواد د امنیت د ټینګښت، د اسلامي نظام د دفاع او ولس ته د صادقانه خدمت لپاره به خپلې دندې په بشپړ اخلاص ترسره کړي.

Quick facts

Locationبلخ
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-07 22:22:04

Timeline

  1. Bakhtar

    بلخ کې د شرطې له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه لسګونه کسان فارغ شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-07 14:58:19

بلخ کې د شرطې له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه لسګونه کسان فارغ شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button